لوګر کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د لوګر ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ او همغږۍ د ليندۍ په ( ۱۷) مه (۱۳۵۴) بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې د ګډ ټيم له لورې په محمد آغې، برکي برک، خوشي، خر وار ولسوالۍ او مرکز کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۳۷۵) امريکايي ډالره نغدې او درې درې کمپلې ووېشل شوې.