له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په ( ۱۵) مه ( ۱۲۲۲) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
په يادو راستنېدونکو کې (۴۷) کورنۍ چې (۱۹۲) تنه کېږي (۱۰۳۰) تنه نور مجردين ول، چې له ډلې يې (۳۴) کورنۍ (۷۰) تنه نارينه، ( ۷۵) تنه ښځينه د ( ۲۳۸) تنو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.