بادغيس کې د برېښنا يې پېژند پاڼو د ګټو په اړه راستنېدونکو ته د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو

sadam_morr
-

    د بادغيس ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د لړم په  (۲۳) مه  راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو  په اړه  د عامه پوهاي کمپاين ترسره شوه.

  د معلوماتو له مخې په ياد کمپاين  کې چې د خارستان په قلعه نو کمپ کې د مهاجرينو چارو رياست، احصايې ادارې او ولايت مقام  له لورې ترسره شو يوشمېر راستنېدونکو او د سيمې خلکو شتون درلود.

موخه خلکو ته د کاغذي پېژند پاڼو په پرتله د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو په اړه د معلوماتو ورکول ول.

د يادې برنامې په جريان کې د باغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت، احصاييه  او ولايت مقام ګډ تبلغاتي ټيم  له لورې د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو، د فورم د ترلاسه کولو او طی مراحلو په اړه ګدون والو ته معلومات ورکړل شول.