ننګرهار کې د برېښنا يې پېژند پاڼو د ګټو په اړه بېځايه شوو ته د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست له لورې د لړم په (۱۹) مه راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو په اړه معلومات ورکړل شول.
د معلوماتو له مخې ياد کمپاين د ننګرهار ولايت مرکز اتمې ناحيې کې د مهاجرينو رياست، احصايې او د () فتر په مرسته تر سره شو، چې پکې راستنېدونکو، بېځايه شوو او د سيمې خلک شتون درلود.
د يادې برنامې په جريان کې د مهاجرينو رياست د ننګرهار ولايت د احصايې ادارې ګډ پلاوي خلکو ته د مخکينۍ او نوې برېښنايي پېژند پاڼې د ګټو او د نوې پېژند پاڼې د فورم د ترلاسه کولو په اړه ګډنوال ته معلومات ورکړل شول.