د مهاجرينو چارو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۵:۳۰
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د وزير  الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ د لړم په (۱۵) مه د دغه وزارت  اداري ناسته ترسره شوه.

د ناستې په پيل کې  ښاغلي حقاني د تېرې ناستې د پرېکړو او د هغې د تعقيب په اړه خبرې وکړې، او په دې اړه يې د ترسره شوو کړنو  راپور  د اړوندو   څانګو د چارواکو   څخه واورېده.

همدارنګه د رڼو او پروخت کړنو د ترسره کولو په موخه د داخلي پلټنو رياست ته دنده وسپارله، چې د مرکزي رياستونو اداري کړنې وڅېړي او پايلې يې په راتلونکې ناستې کې شريکې کړي.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو  وزير د مرکزي رئيسانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلو رياستونو سره په ګډه د چارو د پلي کولو په برخه کې جدي عمل وکړي او ورسپارل شوي مسؤليتونه په شفاف ډول پرخپل وخت ترسره کړي.

په ناسته کې په يوشمېر نورو اداري مسايلو هم خبرې وشوې او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته