ميدان وردګو کې له زرو زياتو کورنيوسره مرستې وشوې
د پين بود موسسې له لورې د ميدان وردګو ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د لړم په ( ۱۰) مه ( ۱۱۴۷) اړمنو، کونډو ښځو، معيوبينو، يتموماشومانو، د شهيدانو کورنيو او بې سرپرسته ماشومانو سره نغدي مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته چې په جغتو ولسوالۍ کې سروې شوې وې په دوو کټګوريوکې (۸۴۰۰) او (۱۲۴۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.