دجوزجان ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه

sadam_morr
---

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له لوري د  لړم په ( ۷) مه د جوزجان ولايت د مهاجرينو او بېځايه شوو د  ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه.

د  پلاوي د معلوماتو پربنسټ  جوزجان ولايت  يو ښارګوټي د مهاجرينو او راستنېدونکو او يو د بېځايه شوو لپاره لري.

د دغه ولايت د مهاجرينو ښارګوټی  د  شبرغان ښار په (۴۸) کيلومترۍ کې کې موقعيت لري  چې د استوګنې لپاره  (۳) زره  او (۲۵)  نمرې لري او يو د فعالو ښارګوټو څخه دی.

په ياد ښارګوټي کې  (۵۰۰) کورنۍ ژوند کوي او د بېلابېلو پروژو د پلي کولو له امله ورته  د ژوند ښه شرايط برابر شوي دي.

د پلاوي په خبره، د نورآباد په ښارګوټي کې يوشمېر ستونزې شته، چې د حل لپاره يې د جوزجان ولايت د والي سره خبرې کړي دي.

دوهم ښارګوټی د بېځايه شوو دی، چې د درزآب او قوش تپه ولسوالۍ  په سيمه کې د شبرغان ښارپه ( ۱۷) کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې په (۲۰۰) جريبه ځمکه کې جوړ شوی او تر اوسه پکې څوک نه اوسيږي  خالي او غير فعال دی.

سرچينې زياتوي، چې د ياد ښارګوټي د فعالېدو په اړه يې خپل نظرونه او وړانديزونه  والي او اړوندو مسؤلينو سره شريک کړي دي.

د مهاجرينو د  ښارګوټو تخينکي ارزونه  د مهاجرينو چارو وزارت له لورې د (UNHCR) دفتر  په مرسته ترسره کېږي.

-