د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت کار کوونکو ته ظرفيت لوړونې په موخه روزنيز پروګرام ترسره شو
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت کار کوونکوته د لړم په (۵) مه د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام ترسره شو.
په دغه روزنيز پروګرام کې د راپور ليکنې، مکتوب، د کړنو ارزونې، بوديجې او مالي او حسابي فورمونه په تګلارې د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې خبرې وشوې.
د ظرفيت لوړونې دغه روزنيز پروګرام د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مرسته ترسره کېږي.