په (۵) ولايتونوکې له زرو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د پکتيا، لغمان، غزني، فارياب او دايکندي ولايت دمهاجرينو چارو رياستونو د معلوماتو پر بنسټ د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د لړم په (۵) مه ( ۱۲۶۰) اړمنو کورنيوسره نغدي، خوراکي او د غير خورکي توکو مرستې شوي.
د يادو کورنيو له ډلې (۱۰۰) کورنيو ته د (WESTA ) موسسې له لورې په غزني کې کې (۲۲۵) امريکايي ډالره نغدي،په فارياب کې (۵۹) کورنيو ته د ماهوو موسسې له لورې خورکي توکي اوړه، غوړي، دالنخود، (۶۰) کورنيو ته د (PK) موسسې (۶۰) د خياطۍ ماشينونه، (۳۰۰) کورنيو ته د اکشن ايډ موسسې له لورې په لغمان کې (۱۴۰۵۰) افغانۍ، (۱۱) کورنيو ته د (UNHCR) له لورې په دايکندي کې د کور جوړولو په موخه ( ۱۴۰۰) امريکايي ډالره او (۲۵۱) کورنيوته د (CHA) موسسې له لورې په پکتيا کې (۴۲۰) امريکايي ډالرنه نغدې ووېشل شوې.