په (۱۲) ولايتونوکې له دوه زرو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو او آمريتونو په همغږۍ د تلې د (۳۰) مې نېټې څخه د لړم تر (۵) مې نېټې پورې ( ۲۱۹۴) اړمنو کورنيوسره مرستې شوي.
په يادو مرستوکې نغدي، خوراکي،غيرخوراکي، کورنۍ کڅوړې، روغتيايي کڅوړې، د لمريزې برېښنا تختي او د پخلنځي وسايل شامل ول، چې په قندهار، پنجشېر، هرات، کاپيسا، پکتيکا، فارياب، نيمروز، غور، ارزګان، کندز، بغلان او لوګر کې اړمنو بېځايه شوو کورنيو ته ووېشل شول.