بلخ کې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنا يې پېژند پاڼو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

sadam_morr
-

    د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې د (UNHCR) دفتر په همکارۍ  د تلې په (۲۹) مه په بلخ  ولايت کې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو په اړه  عامه پوهاي ورکړل شو.

    د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د  معلوماتو پربنست د عامه پوهاوي دغه کمپاين د بلخ ولسوالۍ اړوند د نسيم مهدي پروژې  او نظرفاريابي د بېځايه شوو کمپ  کې ترسره شو، چې تر ټولو زيات بېځايه شوي لري.

د سرچينې په خبره  د ياد کمپاين په جريان کې خلکو ته د کاغذي پېژند پاڼو په پرتله د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو په اړه معلومات ورکړل شو او د پېژند پاڼو د فورمې د غوښتلو طريقه، ډکولو او طی مراحلو په اړه د مهاجرينو چارو رياست  او د احصايې او معلوماتو  رياست  کار کوونکو له لورې معلومات ورکړل شول.