د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې   د تلې په ( ۲۱) مه  او (۲۲) مه  (۲۶۲۸) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ د يادو راستنېدونکو له ډلې (۹۳) کورنۍ چې (۳۶۳) تنه کېږي د( ۲۲۶۵) تنو مجردينو سره هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره د ياد کورنيو له ډلې (۴۷) کورنۍ چې (۱۰۵) تنه نارينه او  (۹۶) تنه ښځينه د ( ۴۲) تنو نورو مجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.