د پکتيکا ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له خوا د تلې په (۱۸) مه د پکتيکا ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه.
د پلاوي د معلوماتو پربنسټ د دغه ولايت د مهاجرينو ښاروګوټی تر اوسه پلان نه لري او په ياده سيمه کې دمېشتو يو قوم د حقوقي دعوې او ګواښ له امله ټاکلی شوی پلاوی په تېر وخت په دې نه دی توانېدلی چې سيمې ته ولاړ شي.
سرچينې زياتوي، چې په ښارګوټي کې يوشمېر خپلسري کورنه جوړ شوي او د يادې ستونزې د حل لپاره د اړوندو ادارو څخه يو ګډ پلاوی ته اړتيا ده.