د هلمند او نيمروز ولايت د مهاجرينو رياست کار کوونکوته د ظرفيت لوړونې په موخه روزنيز پروګرام ترسره شو
د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت پلاوي د (UNHCR) دفتر په مالي لګښت د هلمند او نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د تلې د (۱۴مې نېټې څخه تر (۱۷) مې نېټې پورې پروګرام ترسره کړ.
په دغه پروګرام کې د ذکر شوو رياستونو کار کوونکو ته د مکتوب، وړانديز،راپور، پلان جوړولو ، مالي فورمونو او يوشمېرمالي او اداري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ګډنوالو سوالونو ته يې ځوابونه وويل.