د مهاجرينو چارو وزارت د خالي بستونو لپاره رقابتي ازموينه واخيستل شوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۲:۴۰
-------
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د خالي بستونو لپاره د نوماندانو رقابتي ازموينه پنجشنبه د تلې په (۱۴) مه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي په شتون او څارنې کې واخيستل شوه.
مالي او اداري مرستيال د ازموينې په روڼتيا ټينګار وکړويې ويل، د ا.ا.ا هڅه کوي، چې د خلکو په خدمت کې د وړ، بااستعداده، ژمن او صادقو کسانو د ګمارلو په خاطر د وزارت خالي بستونو ازموينه د ازادې سيالۍ له لارې ترسره کړي او د کټينګ او کوډ په کارولو سره د امکان تر حده شفافيت تامينيږي.
په پام کې ده، چې بريالي شوي، کسان د وزارت د مرکز او ولايتونو په څلورم، پېنځم او شپږم بستونوکې وګمارل شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته