د ايران څخه له دوه زرو يات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د ايران څخه د تلې په (۱۲) مه او (۱۳) مه (۲۳۶۵) افغان مهاجر د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د يادو راستنېدونکو له ډلې (۲۹۳) تنه په جبري او (۱۰۷۵) په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۲۱۶) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.