د هېواد په څلورو ولايتونو کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
_____

د  قندهار، کندز،خوست  او نيمروز  ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو د معلوماتو پربنسټ  د تلې په ( ۴) مه د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې ( ۱۰۸۳) کورنيو سره مرستې شوي.

د يادو کورنيو له ډلې په کندز کې (۱۵۰) کورنيو ته په دوو کټګوريوکې د NRC)  له لورې (۱۵) زره او (۳۰) زره افغانۍ، خوست کې د (IRC) له لورې ( ۹۸) کورنيو ته په دوو کټګوريو کې ( ۱۲) زره او (۱۹) زره افغانۍ،  قندهار او نميروز کې ( ۷۵۰) کورنيو ته د (UNHCR) دفتر له  لورې دوه دوه د لمريزې برېښنا تختې، بطري سره د وسايلو او په  قندهار کې (۸۵) کورنيو ته  د (NRC) له لورې  په دوه وو کټګوريو کې (۲۰) زره او (  ۳۵۷۷۵) افغانۍ نغدې په ولايتونوکې د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت د رياستونو په همغږۍ  ووېشل شوې.