کابل کې (۱۰) تنو راستنېدونکو ته موټر سايکلې ورکړل شوې
د کابل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست دوږي په (۲۸) د خارک جبار ولسوالۍ (۱۰) تنو راستنېدونکو ته باربري موټرسايکلې (زرنجونه) ووېشلې.
د دغه رياست دمعلوماتو پربنسټ يادو راستنېدونکو د کابل ولايت د ترافيکو مديريت څخه د ترافيکي مقرراتو په برخه کې د روزنې وروسته د موټر چلولو جواز ترلاسه کړی او باربري موټرسايکلونه ورته د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې ووېشل شول.
د سرچينې په خبره د يادو موټرسايکلونو دوېش څخه يې موخه راستنېدونکو ته د کارموندنې د زمينې برابرول ول.