په (۱۳) ولايتونوکې له لسو زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

د يوشمېر مرستندويه موسسو له لورې تېره اونۍ په (۱۳) ولايتونوکې  ( ۱۰۵۷۴)  اړمنو بېځايه شوو کورنيو سره  بشري مرستې وشوې.

په يادو بشري مرستوکې، خوراکي توکي، نغدي او د هګيو چرګانې وې، چې د وږي د (۱۲) نېټې څخه تر (۱۷) مې نېټې پورې په قندهار، نميروز، خوست، پروان، هرات، هلمند، لغمان، زابل، کندز، تخار، بادغيس، سمنګان او ميدان وردګو کې اړمنو کورنيو ته ووېشل شوې.