لوګر کې سلګونو سېلاب ځپلو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې د  لوګر ولايت په خوشي ولسوالۍ کې د ورستيو سېلابونو له امله (۴۶۱) زيانمنو شوو کورنيوسره د وږي په ( ۴) مه بشري مرستې وشوې.

په يادو مرستوکې (۵۰) کيلو وريحې،يوه يوه بستره، يوه يوه خېمه او  يوه يوه کمپله  شامله وه، چې د لوګر ولايت د سيمه ييزو چارواکو په همغږۍ ووېشل شوې.

همدارنګه نورو زرګونو نورو کورنيوته د درېو وروځو لپاره پخ شوي خواړه، وريجې، دچرګ غوښه او ډوډۍ ووېشل شوه.

د ويلو ده، چې دغه مرستې هغه مهال ووېشل شوې،چې  د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير ښاغلي خليل الرحمن حقاني لوګر ولايت ته سفر کړی و او زيانمنې شوې سيمې يې له نږدې لېدلې وې.