زابل ولايت کې له (٣٣) کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د زابل ولايت مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د (DRC) موسسې له لورې د ياد ولايت په مرکز کې له (٣٣) داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ مخکې د ګډ هيئت له لورې سروې او مستحقې پيژندل شوې وې چې هرې کورنۍ ته د چنګاښ په ١٢مه نیټه (١٤) زره افغانۍ ورکړل شوې.