هلمند ولايت کې له اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

anwari_morr
امر الله میړني
د هلمند ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د (UNHCR) موسسې له لورې د ياد ولايت له (٥٠٠) اړمنو کورنیو سره چې غربت ځپلي او د ژوند له لومړنیو اړتیاوو بې برخې ول، ورسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ مخکې د ګډ هيئت له لورې سروې او مستحقې پيژندل شوې وې، چې هرې کورنۍ ته (٤٢٠) امریکایی ډالر ورکول شوه.
د توزیع په وخت کې د هلمند د مهاجرينو چارو رييس او د (UNHCR) نماينده شتون درلود.