د مهاجرینو او بېرته راستنېدوکو چارو وزیر د (UNHCR) ادارې له رییس سره په کابل کې ولیدل

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۱/۳/۲۰ - ۸:۱۴
امرالله_ عبدالباسط
د مهاجرینو او بېرته راستنېدوکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د روان کال د جوزا میاشتې 19 مه د پنجشنبې په ورځ د (UNHCR) ادارې له رییس لیونارد زولو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
له دې ناستې ټولیز هدف د ( Kelly T.Clements, Desputy High Commisslone) د کمشنرانو، د معاون وینز د سفر دی، چې په راتلونکي اونۍ کې به افغانستان ته راشي.
په دغه لیدنه کې په هغه هوکړه لیک بحث وشو چې د مهاجرینو چارو د وزارت او (UNHCR) ادارې ترمنځ به ژر امضا شي.
د دې هوکړه لیک په اساس به د بېځایه شویو او بېرته راستنېدونکو لپاره د نورو مرستو زمینه برابره شي.
د دې لیدنې په بهیر کې د (UNHCR) رییس لیونارد زولو وویل: دا اداره به په مختلفو برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
د نوموړي د خبرو وروسته د مهاجرينو چارو وزير ښاغلي حقاني د نوموړې ادارې د مرستو نه د مننې ترڅنګ وویل: د مهاجرینو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت په پام کې لري چې بېځایه شویو او بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو د افغانستان د خلکو لپاره د نورو مرستو زمینه مساعده شي، مګر د دغه پلان د عملي کولو لپاره د مرسته کوونکو موسسو په ځانګړي ډول د (UNHCR) ډېرو همکاریو ته اړتیا ده، او باید د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو په برخه کې د هیڅ ډول همکاریو څخه ډډه ونکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته