په کابل ولايت کې له سل ګونو کورنیو سره خوراکي توکو مرسته وشوه
د کابل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د روان کال د غبرګولي په (١٨) مه د چهارشنبې په ورځ پر (٧٥٠) بې ځایه شویو، اړمنو، کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
هرې کورنۍ ته (٢٤) کيلو ګرامه وريجې د (ګوينګ هاى ژو افغان) موسسې لخوا ورکړل شوې.
د دغه ويش په لړۍ کې د مهاجرينو وزارت حقوقي مشاور قاري محمود شاه له دغه موسسې څخه منندوي وکړه او ويې ويل: اوس د دغه وخت را رسيدلى چې د اړمنو، بې وزلو لاس نيوٸ وکړو، او د مهاجرينو وزارت دې ته ژمن دى، چې د افغانستان خلګو سره لا ډيرې مرستې وکړي.
په دغه وخت کې د ګډ هيٸت مسٶل مولوي ارسلاح حقيار هم مننه وکړه او يادونه يې وکړه چې موږ کوښښ کو چې دغه مرستې تر بې وزله او مستحقينو ورسوو.