خوست ولايت کې له اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
امر الله میړني
په خوست ولایت کې د (١٥٠) اړمنو کورنيو سره، د غبرګولي په (١٧)مه نغدي مرسته وشوه.
نوموړي کورنۍ د (IRC) موسسې د کارکوونکو لخوا په رونټيا سروې شوې او وروسته له دې هرې کورنۍ ته د سروې د ټیم له لوري له (١٢) زرو څخه تر (٢٢) زرو افغانیو د (IRC) له خوا، د هر اړخیزو ضرورتونو لپاره د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست تر نظارت لاندې مرسته وشوه.