په ننګرهار کې پر (۷۰۹) کورنیو بشري مرستې وویشل شوې
د روان کال د غبرګولي په (۱۵)مه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې په ننګرهار ولایت کې له (۷۰۹) بې ځایه شویو، راستنېدونکو او زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
له (۴۸۱) کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې۶۰ کیلو اوړه، ۶ لیتره غوړي، ۱۴ کیلو دال، بوره، ۲۹ کیلو وریجې، یو کیلو مالګه شامل دي، چې د اسلاميک ریلیف مرستندویه ادارې له خوا وشوه.
(۲۰۸) کورنیو سره د (۲۴) زره افغانیو نغدي مرسته د (IRC) موسسې له خوا وشوه.
او همدارنګه د شیخ مصري په ښارګوټي کې ۲۰ کورنيو ته د (ARSDO) لخوا یو سولر تخته، یو بطرۍ او د بریښنا ځینې وسایل ورکړل شول، چې له سروې وروسته د ننګرهار د مهاجرینو ریاست استازي ته وویشل شول.