په نيمروز ولايت کې له سلو زياتو کورنيو سره خوراکي توکو مرسته وشوه
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو له مخې، د روان کال د غبرګولي په (١٢)مه، د چغانسور ولسوالۍ کې له (١٥٠) بې وزلو، زيانمنو، شهيدانو له وارثانو او کونډو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نیمروز ولایت کې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د ولايت مقام، امنيه قوماندان او ولسوالانو په شتون کې هرې کورنۍ ته د ۵۰ کیلو ګرامه غنم د چین له خوا مرسته وشوه او له پېژندنې وروسته ووېشل شوه.