په نيمروز ولايت کې له زيانمنو کورنيو سره خوراکي توکو مرسته وشوه
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو له مخې، د روان کال د غبرګولي په ٩مه، په کنګ ولسوالۍ کې له (١٢٠) بې وزلو زيانمنو او د شهيدانو له وارثانو او کونډو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نیمروز ولایت د مهاجرينو چارو رياست له لوري د ولايت مقام، امنيه قوماندان او ولسوالانو په شتون کې هرې کورنۍ ته د ۵۰ کیلوګرامه غنم د چین له خوا مرسته وشوه او له پېژندنې وروسته ووېشل شوه.