کابل ولايت کې د بې ځايه شويو او بې وزلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
په کابل کې (٢٥٦) داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د (IRC) موسسې له لوري نغدي مرسته ترسره شوه.
دغه کورنۍ چې د يادې موسسې او کابل مهاجرينو رياست په ګډې همغږۍ سروې او مستحقې ګڼل شوې وې، نن هرې کورنۍ ته (٢٤٠٠٠) افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرستې د (IRC) موسسې او د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي په شتون کې ورکړل شوې.