له پاکستانه (٢٢١)افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې
د کندهار د کډوالو چارو رياست د سپين بولدک سرحدي اداره وايي، د غويي له (٣٠) مه څخه تر د غبرګولي ٤ مه پورې له پاکستانه د (٢٢١) کډوالو کورنيو د راستنېدو خبر ورکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په راستنو شويو کورنيو کې له دې جملې څخه (٢١١) کورنۍ، چې (١٥٢٧) تنه هغه کسان شامل دي چې اثناد نلري، او (١٠) کورنۍ چې (٥٦) تنه هغه کسان شامل دي چې اسناد لري چې د سپين بولدک او چمن له پولو راستانه شوي وو.