د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت د روغتيايي چارو امريت په مرکز کې د بې ځايه شوو د دوه کلينيکونو څخه ليدنه وکړه
د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت د روغتيايي چارو امر ډاکټر حفيظ الله ابراهيم خيل د مرکز اړوند، قمبر څلور لاري او هيوادوالو کمپ د بې ځايه شوو د ثابتو کلينيکونو څخه ليدنه وکړه، د هغوي ستونزې يې واوريدې، د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړه او مسوولينو ته يې د لا ښه چوپړتياوو په اړه لازمې لارښوونې وکړې؛ هيره دې نه وي، چې نوموړي کلينيکونه بې ځايه شوو ته په فعاله او عادي ډول چوپړتياوې وړاندې کوي.