خوست ولايت کې د شمالي او جنوبي وزيرستان د بې ځايه شوو سره مرسته وشوه.
د خوست ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د نړیوال خوراکي سازمان(WFP) په مالي ملاتړ د (WSTA) موسسې پرمټ (8027) کورنيو سره په مرکز، تڼیو، شیخ امیر، ګلان کمپ... کې د خوراکي توکو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته دوه توړې اوړه، ۱۲.۵ کیلو دال، يو کيلو مالګه او لس ليتره غوړي ورکول شوو.