له دوه زرو زیات افغان کډوال د ایران څخه هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
_____
د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د مسؤلینو په وینا د کب په (٢٨)مه د میلک له لارې (٢٠٩٢) تنه افغان کډوال په خپله خوښه اوجبري توګه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه کورنۍ چې ډېرې بېوزله او د مرستو مستحقې وې له ډلې یې(٥٥) کورنۍ،چې (١٢٠) نارینه،(١٢٢) ښځينه او (٥٦٠) کسان مجردین چې، ډېر بېوزله و، د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)ته ورو وپېژندل شو.
په دغوکورنیو کې (٤٩)کورنۍ او(١٣٠٥) مجردین په جبري ډول او (٨١) کورنۍ او (٤٩٩) مجردین په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.