ننګرهار کې ( ١٩٤) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته و شوه

sadam_morr
_
د (DACAR)موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(١٩٤) اړمنو بېځایه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ کوټ ولسوالي کې سروې او د مرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې د کب په (١٥) مه هري کورني ته(١٠٠)کيلو اوړه،(٧)کيلو لوبيا، (٧)لېتره غوړي او يو کيلو مالګه ووېشل شوه.
ددغه مرستو د وېش پرمهال د ننګرهار د مهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اود مرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو.