د روداتو ولسوالۍ شهېدانو مېنې کې داخلي بېځایه شوو ته د ستونزو د حل په موخه سنټر پرانیستل شو
د (NRC) موسسې له لورې د ننګرهار لایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په هلو ځلو د روداتو ولسوالۍ شهېدانو مېنې کې داخلي بېځایه شوو ته د ستونزو دحل په موخه سنټر پرانیستل شو.
د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رئیس اکرام الدين مفتون وویل:(( یاد مرکز د راستنېدو نکو او داخلي بېځایه شوو کورنیو لپاره د حقوقي خونديتوب، عامه پوهاوي، ټرننګونو، ظرفيت لوړونې، حرفوي زده کړو،د ستونزو را ټولو او د مربوطه ادارو سره د همغږیو د شریکولو په موخه پرانیستل شو)).دهغه په وینا هغه راستنېدو نکو او داخلي بېځایه شوو کورنیو ماشومانو ته به کلیوالي ښوونځي جوړ کړي،چې د یوشمېر ستونزو له امله د زده کړو بې برخې دي، او دوی ته به مسلکي اوباتجربه ښوونکي و ګماري.
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون د ټولو همکارو مو سسو څخه غوښتنه وکړه چې ټولو اړمنو او بېوزلو کورنیو ته دې د مرستو، روعتیايي خدماتو او د کارموندنې زمینه برابره کړي.