غورکې لسګونو کورنیو نغدي مرسته وشوه
داکتېد موسسې له لورې د غور ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارې (١٩٠) زیانمنو شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې د کب په (١١) مه هرې کورنۍ ته د انجینر میر احمد مصمیم،عزیزالله اقبالي او رحمت الله نجات په شتون کې (٣٦٦٠٠) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.