کندهار ولایت کې د بیځایه شوو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه.
د کندهار ولايت د کډوالو د چارو رياست په همغږۍ د اکټيډ مؤسسې له لورې د ۷۱ کورنيو سره نقدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۱۶ زره افغانۍ ورکول شوې.
يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې چې نن ورسره مرسته ترسره شوه.