کندز کې لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) په مالي لګښت د (WAW) له لورې د کندز ولایت د مها جرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٦٦) زیانمنو شوو، بې سرپرسته مېرمنو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د سروې د ګډو ټیمو له لورې په مرکز، اقتاش، چهاردرې، دشتې ارچي او خان اباد ولسوالیو کې د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د اړتیا په نظر کې نیو سره هرې کورنۍ ته (٧٠)امریکايي ډالرو څخه تر (١١٠) امریکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.