فارياب کې زرګونو اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
د فاریاب د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږي او د درات مؤسسې په مالي مرسته یکشنبه د چنګاښ په (۱۷) مه په دغه ولایت کې پر (۳۴۹۷) بېځایه شوواواړمنو او بې ځایه شوو کورنیو نغدي مرسته و شوه.
د فاریاب د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ د يادې مؤسسې له خوا هرې کورنۍ ته (۱۷۸۳۰) افغانۍ ورکړل شوې.