په کابل کې (650) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_
په کابل کې (650) اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغو مرستو د ويش پر مهال د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: خپلو هېواد والو سره زموږ مرستې د کلونو راهېسي دوام لري او دغه لړۍ به د اسلامي امارت سره هم روانه ساتو.
هغه وويل: افغانان دې د وطن د دښمنانو ناسمو تبليغاتو تر اغېز لاندې نه راځي.
هغه له وطنوالو سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه او زياته يې کړه , په راتلونکي برنامه کې به د بې وزله وطنوالو سره د ژمنيو توکو مرسته هم وکړو.
هغه زياتوي, په ننيو مرستو کې 18 کيلو وړه,5 ليتره غوړي, 7 کيلو وريجې,5 کيلو بوره, 5 کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.
دغه راز د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د يادې موسسې له مرستو څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: زموږ هېوادوال په اوسنيو شرايطو کې د ټولو داخلي او نړيوالو خېريه بنسټونو مرستو ته ډېره اړتيا لري.
د هغه په وينا, د زيات شمېر موسساتو سره په مسلسله توګه په تماس کې يو او ټولو راسره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
ښاغلي رحميزي د مرستو د ويش په برخه کې پوره شفافيت ډاډ ورکړ او په ټولو نړيوالو او کورنيو مرستندويه ادارو يې يو ځل بيا غږ وکړ چې د افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.