زابل کې (٢٥٠) کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د(WAW) لورې د زابل ولایت مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٢٥٠) اړمنو،راستنېدونکو او داخلې بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کونۍ چې د مهاجرینو امریت له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ په شاجوی، میزانه،ارغنداب ترنګ جلدک او شملزو ولسوالیو او مرکز قلات کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٢٨) مه هرې کورنۍ ته (٢٦٥) امریکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.