پکتیکا کې( ۴۳۰) داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) له لورې د پکتیکا ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ( ۴۳۰) داخلي بېځایه شوو او اړمنو کورنیو سره د( ۸.۸) میلیونه افغانیو او ژمنیو توکو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د پکتیکا د مهاجرینو او را ستنېدونکو چارو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ د مرکز ښرنې په شمول د مټاخان، ارګون او یحی خېلو ولسوالیو کې سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٢٦) مه د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته شل زره اوپېنځه سوه افغانۍ نغدې او دوه دوه ژمنۍ کڅوړې ووېشل شوې.