فاریاب کې (٥٠٠) اړمنو کورنیو سره ژمنۍ مرسته وشوه
د فاریاب ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې د مرغومي په (٢١)مه (٥٠٠) اړمنو داخلي بېځايه شوو کورنیو سره ژمنۍ مرسته وشوه.
یاده بشري مرسته چې د چین هېواد له لورې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارل شوې وه په دغه ولایت کې د بېلابېلو ولسوالیو(٣٥٠) کورنیو هرې کورنۍ ته درې درې کمپلې او (١٥٠) کورنیو هرې کورنۍ ته یو یو جمپر او یوه یوه کمپله ووېشل شوه.