فراه کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
 
د(DRC) موسسې له لورې د فراه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (١٧٤) اړمنو داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ په پشترود ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٢١) مه هرې کورنۍ ته د مولوي محمد نقیب تندر عثماني په شتون کې (٣٢٠٠٠)
افغانۍ په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شوې.