ننګرهار کې ( ٦٣٨) اړمنو راستنېدونکو کورنیو سره مرسته شوه
د (CAID/OCHR) موسسيې له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٦٣٨) اړمنو بېځایه شوو،راستنېدونکو او بېوزلو کورنيوسره دخوراکي اوغیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې دننګرهار دمهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او ولسوالۍ کې سروې او دمرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې دمرغومي په (١٤)مه هرې کورنۍ ته(٤٩) کیلو اوړه،(١٤)کیلو دال،(٢٤) نیمې کیلو وریجې،(٤) کیلوبوره(٥) لېتره غوړي او یوه کیلو مالګه ووېشل شوه.
ددغه مرستو دوېش پرمهال دننګرهار دمهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې دمرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اودمرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو.