د کابل پغمان ولسوالۍ کې (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې له لورې دکابل ولایت دمهاحرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍدمرغومي په (٦) مه په پغمان ولسوالۍ کې (٥٠٠) اړمنو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغو مرستو د وېش پرمهال ددې موسسې مرستيال مصطفی شهاب وويل: زموږ موسسه د ډېر پخوا راهېسې له افغانانو سره په مختليفو برخو کې مرستې کوي او په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د هغه په وينا, په ننيو مرستو کې وړه, غوړي, وريجې, بوره, لوبيا او چای شامل دي چې نن په يو شمېر اړمنو هېوادوالو وېشل شول.
د يادونې وړ ده،چې دغه مرستې د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې لخوا برابرې شوې، چې کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ وويشل شوې.