ننګرهارمهمندرې ولسوالۍ کې ( ۲۹۹) بېوزله بېځایه شوو کورنيو سره دخوراکي او غيري خوراکي توکو مرستې وشوې
د ( اسلامیک ریلیف ) موسسې له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٩٩) بېوزلو بېځايه شوو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې څه موده وړاندې دمرستندويه سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې دلیندۍ په (٢٩) مه هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه،( ۶۰) کیلو اوړه، (۶)لېتره غوړي، (٢٩،٥) کیلو وریجې( ۱۴) کیلو دال،(۶) کیلو بوره او یوه یوه کیلو مالګه ووېشل شوه.