ننګرهار کې( ٣٠٠) بېځایه شوو کورنيو سره نغدي او غيرې خوراکي توکو مرستې وشوې
دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(300)اړمنو بېځایه شوکورنيو سره نغدي او دغیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې دیوشمېر مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې دلیندۍ په (٢٨) مه هرې کورنۍ ته( ٢٠٠)امريکايي ډالر،روغتیايي کڅوړې، درې کمپلې اوژمني لباسونه دیادسازمان او دننګرهار دمهاجرینو ریاست داستازو په شتون کې ووېشل ول.