ننکرهار کې بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢١٧) اړمنو مستحقو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. يادې کورنۍ چې دمرستندویه ادارو له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو چارو ریاست سره په همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې دلیندۍ په (٢٣) مه هرې کورنۍ ته (٢٥٠) امریکايي ډالره ووېشل شول.