کابل کې( ٣١٠) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
M,orr
په کابل کې (310) اړمنوکورنيو سره د دارت موسسې لخوا نغدي مرستې وشوې.
د دغو مرستو د وېش پرمهال د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د يادې موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او و يې ويل: زموږ هېوادوالو په روانو شرايطو کې ډېرو بشري مرستو اړتيا لري او په راتلونکي کې به هم دا ډول مرستې ورته وېشل کېږي.
هغه زياته کړه،په ننيو مرستو کې هرې کورنۍ ته (١٠٥) امريکايي ډالر په پام کې نيول شوي وو, چې نن يو شمېر اړمنو هېوادالو ته ووېشل شول.